د ملګري ملتونو په نړيواله ورځ د پاکستان پیغام

0
154

باغي ټي وي رپورټ
څلرویشتم ۲۴ اکتوبر په ټوله نړۍ کښې د ملګري ملتونو د نړیوالۍ ورځ په توګه نمانځل کیږي، د ملګري ملتونو وجود او بنیاد ددې مقصد لپاره کیښودل شو چې په دنیا کښې د امن راوستلو لپاره رولو ولوبوی او په نړۍ کښې د هیوادونو او اولس د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پانړه دا خبر خپور کړې چې پاکستان چې د ملګري ملتړنو غړې دې نن ددې سازمان د جوړیدو ۷۶ شپږاویایم کال دې چې نمانځل کيږي، د ملګری ملتونو سازمان په نړۍ کښې د بیله بیلو ستونزو او جهګړو هوارولو لپاره کار کوي، د سازمان د اقتصادي ستونزو هوارولو، د کورونو مرض مخنیوي لپاره کار کول او یو شمیر نورو ستونزو لپاره یو بهترین سازمان او ځای دې.
د خبر پانړې مطابق د پاکستان بنسټ ایښودونکي قاید محمد علی جناح د لارښودنې او به اصولو باندې د عمل کولو سره سره پاکستان تل د ملګري ملتونو د قانون او منشور عزت ساتلې دې. پاکستان تل د ملګرو ملتونو سره د نړیوالې سولې او امنیت ، دوامداره پراختیا او د ټولو لپاره د بشري حقونو غوښتنه لپاره مرکزي رول لوبوي.
د پاکستان د امن لپاره د کوششونو دا یو لوی ثپوت دې چې پاکستان د افغانستان نه د امریکایی او نیټو فوځونو د ویستلو په بهیر کښې یو ډیر لوی او مثبت کردار ولوبول او وس هم لګیا دې دا مثبت لوبوي ځکه د تورخم په لار نن هم ګنړ شمیر د بهر هیودونو وګړي پاکستان ته رداخل شول چې بیا به ددې هیواد نه خپلو ملکونو ته ستانه شي.
په خبر پانړه کښې لیکي چې د تیرو دوه میاشتو نه پاکستان د افغانستان نه د امریکایی او نیټو ځواکونو د انخلا په دوران د بهرني هیوادنو نمانیدګانو ، د امریکای او نیټو ځواکونو مامورینو، د ملګري ملتونو د اهلکاراو یو شمیر نور نړیوالو ادارو مامورینو د افغانستان څخه د وتلو او ځای په ځای کولو کې کلیدي رول لوبولی او هم دغه شان پاکستان افغان اولس ته د بشري مرستو په رسولو او لیږلو کښې د ملګرو ملتونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر شاه محمود قریشي هم په خپل ټویټر پانړه د ملګري ملتونو د نړيوالې ورځ په توګه یو پیغام جاري کړي دې او وایی چې پاکستان هغه هیواد دې چې د ددې سازمان د امن لپاره کوششونو کښې چمتو او فعال کردار لوبولې دې.

Leave a reply