ضلعي انتظاميي په سریاب روډ باندي کاروائي دوران په زیاته اندازه چینی برآمد کړی دی.

0
166

باغي ټي وي رپورټ

د انتظاميي ترمخه د کوئټې په سرياب روډ د عملياتو په مهال په 3 ګودامونو چاپه وهلې شوې چرته چې 300 ټنه بوره برآمد شوې ده۔

د انتظاميي وينا ده چي عملياتو کښي 5000 کارټن پلاستيکي کڅوړي او 1000 کين تيل هم برآمد کړي شوي دي۔

د کوئټې اسسټنټ کمشنر ترمخه کاروائي کښې کريم، چاکلېټ، بسکټونه او نور بيکري سامان هم برآمد کړے شوے دے په کوم کښې چې لس کسان نيولي شوي او پوليس سټيشن ته منتقل کړې شوي دي۔

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په سریاب ولسوالۍ کې هم د ولسوالۍ ادارې پر ګودام چاپه وهلې وه او ۱۵ زره بورۍ بوره او یوریا یې ترې ترلاسه کړې وه.

د ضلعي انتظاميي وينا ده چي د اسسټنټ کمشنر کوئټه په مشري کښي سرچ ټيم سرياب سيمه کښي کاروائي دوران يو ګودام نه 8000 بوري 50 کلوګرامه بوره، 7000 بوري يوريا سري او 4000 بوري ممنوعه مواد برآمد کړي دي۔

ياده دې وي چې نگران حکومت د امريکې ډالرو، بورې، سرې او پټروليم مصنوعاتو د سمګلنګ مخنيوي لپاره وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) ته اختيارات ورکړي دي.

Leave a reply