جيو نيوز د ترهگرۍ په ضد جگړه کې خېبرپښتونخوا ته د ترلاسه شوو فنډونو او د هغوي د لگښت تفصيلات ترلاسه کړي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د سند له مخې، خیبر پښتونخوا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ۴۱۵ میلیارده ۵۰ کروړه روپۍ فنډونه ترلاسه کړي، چې په ترهګرۍ ځپلو سیمو کې کارول شوي دي.
د سند ترمخه دغه فنډونه د خرابو سړکونو، پلونو، سکولونو او پولیس سټېشنونو په بیارغونه لګول شوي، چې پکې 90 ارب 80 کروړه روپۍ غیر تنخواه بجټ او 15 ارب 92 کروړه روپۍ د معاوضې لپاره ورکړل شوي دي. تلفات
په سند کې ویل شوي چې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې یو ارب 70 کروړه روپۍ، په امنیتي الاؤنسونو 17 ارب 20 کروړه روپۍ او د امنیت اړوند پروژو باندې 33 ارب 88 کروړه روپۍ لګول شوي دي.
په سند کې دا هم ویل شوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د کلني تقسیم وړ عاید یو سلنه ترلاسه کوي.
ياده دي وي چي پخواني وزيراعظم شهباز شريف د 415 اربه روپو فنډونو د خاص آډټ حکم ورکړے وو د کومي لپاره چي د خيبرپښتونخوا فنانس ډپارټمنټ وفاقي حکومت ته خط ليکلي وو چي د فنډونو خاص آډټ وکړي.