پيښور کښي ضلعي انتظاميي او نورو متعلقه ادارو د هغو کسانو خلاف کاروائي کولو فيصله کړي ده چي ماشومان د جسم فروشي لپاره استعمالوي.
باغي ټي وي رپورټ
د جسم فروشۍ خاتمې لپاره د پيښور کمشنر محمد زبير په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې اوويل شول چې د سنده صوبې نه يو زيات شمير ماشومان د جسم فروشۍ لپاره پيښور ته راوړلې شوي کوم چې د مخصوص قرارداديانو لخوا استعماليږي۔
په غونډه کې وويل شول چې دغه يتيمان چې د ځورونې لپاره ترې کار اخيستل کېږي د نه پاملرنې له امله په نشه يي توکو روږدي کېږي.
د ګداګرۍ د ختمولو په ضد د غونډې په مهال پرېکړه وشوه چې دغه ماشومان دې په خپله قبضه کې واخلي او د سنده حکومت ته دې وسپاري او د سماجي بهبود له اړخه به مستحقو والدينو ته د ګنډلو مشينونه ورکړي شي۔