د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ترکیې له سفیر سره د نوموړي د ماموریت د پای مخې ښې ناسته ترسره کړی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ترکیې له سفیر سره د نوموړي د ماموریت د پای مخې ښې ناسته ترسره کړی.
08 سپتمبر جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ایرګینآی سره د مخه ښې ناسته وکړه.
په دې لیدنه کې په کابل کې د ترکیې سفیر وویل، په افغانستان کې یې د سفیر په توګه ډيپلوماتیک ماموریت پای ته رسېدلی دی.
ښاغلي جهاد ایرګینآی، په افغانستان کې پر خپل خدمت خوښي څرګنده کړه او په کابل کې د ترکیې له سفارت سره یې د اسلامي امارت د همکاریو او امنیت ټېنګښت له امله مننه وکړه.
ښاغلي سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، له دې دندې وروسته به هم د افغانانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د ترکیې سفیر د بریالي ماموریت له امله مننه وکړه او د هېواد د یو شمېر رغنیزو پروژو په بیا پیل کې یې د جهاد ایرګینآی هڅې وستایلې.
مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان او ترکیه ګډ اوږد تاریخ لري او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ترکیې له حکومت سره نېږدې او مثبتې اړیکې وپالي.
اړوند موضوعات
نوموړي د ترکیې له سفیر غوښتنه وکړه، چې ترکي سوداګر او پانګوال دې وهڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت چمتو دی چې هغوی ته لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.مولوي عبدالکبیر جهاد ایرګینآی ته په راتلونکو دندو او ژوند کې هم د بریا هیله وکړه.