د نگران وزيراعظم په هداياتو لاهور کښې د بجلئ چورانو په ضد کريک ډاؤن شروع کړے شوے دے چې پکښې د پخواني قومي اسمبلۍ غړو پشمول د درې سوو نه زياتو بجلي چورانو نومونه مخې ته راغلي دي۔

0
164

باغي ټي وی رپورټ

ټول ملک کښي د بجلئ چورانو په ضد کاروائي شروع کړے شوي ده او اسلام آباد پوليس يو شمير بجلي چور ګرفتار کړي او مقدمي ئي درج کړي دي۔

بل اړخ ته د لاهور پشمول د لیسکو په سیمه کښي هم یو لوی کاروائي شوی ده چی پکښي د قومی اسمبلۍ د پخوانی غړی پشمول د دری سوه نه زیات بجلی چورانو نومونه مخې ته راغلی د کومو په ضد چی 130 مقدمې درج کړی شوی دی.

دغه قانون پيښور کښې هم عمل کښې راغلے چې پکښې د بجلئ چورونو په ضد مقدمې درج کړې شوې ولې ميرپور خاص، نوابشاه، حيدراباد، تخته، بدين، ټنډى الهيار او د سندهـ نورو ښارونو کښې کاروائي روانه ده۔

بل لوري ته د کيسکو مشر عبدالکريم جمالي ويلي چې د بلوچستان په نوشکي، پشين، خانزوۍ او لورالايي سيمو کې يې د ۶۷ برېښنا چورونو کنکشنونه پرې کړي او د برېښنا سامان يې ضبط کړی دی، چې په ترڅ کې يې اړوندو ادارو ته د برېښنا چور پر ضد د ايف آئي آر درج کولو درخواستونه جمع کړی شوي دي. د پولیسو مرکزونه تللي دي

عبدالکریم جمالي وویل چې د 2.3 میلیونو افغانیو په ارزښت د سمنټو د یوې غیر فعالې فابریکې او د 44 لکه روپیو په ارزښت د یخ فابریکې د بلونو د نه ادا کولو له امله اړیکې پرې شوې دي.

Leave a reply