په چین کې د اسلامي امارت د لوې سفارت سرپرست د چین د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره لیدلي.

په چین کې د اسلامي امارت د لوې سفارت سرپرست د چین د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره لیدلي.
07 سپتمبر پنجشنبه 2023
په چین کې د اسلامي امارت د لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو د چارو له رئیس وانګ ټینشیان او د قونسلي چارو د ریاست له معاون وو ډیمین سره جلا جلا ولیدل.
د سرحدونو د چارو له ریاست سره په مجلس کې، په داسې حال کې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د ځینو نورو اړوندو رياستونو چارواکو هم پکې ګډون درلود، د افغانستان او چین ترمنځ په واخان دهلیز کې د راشه درشې لپاره د لارې په بیا پرانستې، د سرحدي مسایلو په ښه مدیریت او د یادې لیارې افغانستان ته د فایبر نوري مزي په غزولو ابتدايي خبرې او د نظر تبادله وشوه.
بل لوري ته بیا د قونسلي ریاست له مرستیال سره په چین کې د افغان بندیانو په تړاو، د افغان تجارانو په حقوقي دعوو او ځینو نورو مشکلاتو په حل، افغان تجارانو ته د ویزو د پروسې په لا اسانولو او ګڼو نورو قونسلي موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
دواړو لوریو په اړونده کارونو کې د ممکنه همکارۍ او لا پرمختګ هیله څرګنده کړه.






