د انرژۍ وزارت د بجلۍ بحران ختمولو لپاره په ټول هېواد كښې د لمر لوېدو په وخت د دوکانونو او کاروبارونو د تړلو وړانديز كړې۔

0
82

باغی ټی وی رپورټ

د انرژۍ وزارت د سرچینو په وینا، په پام کې ده چې دغه طرحه د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۵مې پورې عملي شي او د دې طرحې د عملي کېدو لپاره له ټولو فدراسیونونو او سوداګریزو بنسټونو سره سلا مشورې پیل شوې دي.

سرچینې وايي چې د څلورو صوبايي حکومتونو څخه به د دې وړاندیز پلي کولو غوښتنه وشي، په داسې حال کې چې د بریښنا بحران د کابو کولو لپاره د قانون مسوده چمتو کیږي.

د سرچينو له مخې دغه اقدام به په ورځ کې تر 1500 ميګاواټه زياته بجلۍ خوندي کړي.

Leave a reply