د اسلام آباد هائي کورټ د اسلام آباد ډپټي کمشنر او ايس ايس پي آپريشنز اسلام آباد ته د تحريک انصاف د مشر شهريار آفريدي په ضد د ايم پي او آرډر جاري کولو د اختيار نه تجاوز کولو د توهين عدالت مقدمه کښي فرد جرم لګولی دی.

0
85

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس بابر ستار د ډي سي اسلام آباد عرفان نواز ميمن او ايس ايس پي اپريشن جميل ظفر په ضد د توهين عدالت کيس اوريدنه وکړه۔

ډي سي اسلام آباد عرفان نواز ميمن او ايس ايس پي اپريشنز جميل ظفر عدالت ته وړاندې شول، ايډوکيټ جنرل اسلام آباد اياز شوکت هم د پراسيکيوټر په توګه عدالت ته وړاندې شول. ډي سي اسلام آباد او ايس ايس پي اپريشنز عدالت ته وضاحتي جواب جمع کړو په کومه به چې قاضي وويل نن مو د فرد جرم ثابتولو لپاره نېټه ټاکلې ده.

ایڈووکیټ جنرل اسلام آباد ایاز شوکت وویل چې هغه عدالت ته غیر مشروطه بښنه غواړي چې په دې اړه جسټس بابر ستار ریمارکس ورکړ چې تاسو به هم یو څه وخت په جیل کې پاتې شئ نو تاسو ته به معلومه شي.

ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز ميمن هم په عدالت کې د غير مشروط معافي غوښتنه وکړه خو جسټس بابر ستار وويل چې په دې مقدمه کې د شپږو مياشتو قيد دی، تاسو بايد يو څه وخت په جيل کې پاتې شئ چې تاسو ته هم معلومه شي چې نور په جيل کې څنګه پاتې کيږي. هرڅه چې وي، اوس یې په محاکمه کې ثابت کړئ.

د اسلام آباد هائي کورټ ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز ميمن فرد جرم لګولې ولې ډي سي عرفان نواز ميمن د جرم نه انکار کړې دې۔

عدالت په ایس ایس پی آپریشنز جمیل ظفر هم تور لګولی او هغه هم د جرم نه انکار کړی دی.

اسلام اباد هائي کورټ وپوښتل چې ایا تاسو دفاع وړاندې کول غواړې؟ په دې اړه ایس ایس پی آپریشنز جمیل ظفر وویل چې ماته دې وخت ورکړل شي.

عدالت د توهين عدالت مقدمه کې په ايس پي فاروق بټر او ايس ايچ او ناصر منظور هم فرد جرم لګولی خو دواړو تورونه رد کړي دي.

اسلام اباد هائي کورټ د توهين عدالت کيس کې وکيل قيصر امام د استغاثې په توګه ټاکلی دی.

Leave a reply