کابل کښې ۴۰۰۰۰ څلویښت زره کسانو ته د کار زمینه مساعد شوه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلی دي چې د اسلامی امارت د چارو ادارې لوی ریاست د عملیاتي او حمایوي ادراې او او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د کابل شین کمربند اړوند د ابریزو( د ورښت اوبو زیرمه کولو) په موخه دکیندنې پروژه کې ۴۰۰۰۰ هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شول.
مجاهد وایی چې ددې لوی پروژې د پرانستې په اړه د یوی غونډې تابیا وشوه او د پرانستې په مراسمو کښې یو شمیر د اسلامی امارت او د بیلا بیلو ادارو مشرانو ګډون وکړو.
دپرانستې به مراسمو کښې د اسلامي امارت د عملیاتي او حمایوي ادارې مشر مولوي عبدالسلام حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش، د اسلامی امارد ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ګډون وکړو او ددې پروژې رسموي پرانسته ی وکړه.
یاده دې وی چې که څه هم امرکایی حکومت او چارواکو او نور نړیوالو ادارو په افغانستان اقتصادي بندیزونو لګوي او د افغانستان د ۹ نهه ملیارده ډالرو نه زیات ډالر کنګل کړي، ددې وجهې نه افغانستان د سخت اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ دې، په رسنیو کښې داسې رپورټونه ضایع شوې .
۱/۵ ــ کابل کې د اوبو دمدیریت پروژه کې 40000 کسانو ته دکار زمینه مساعد شوه.
د ااا دچارو ادارې لوی ریاست دعملیاتي اوحمایوي ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د کابل شین کمربند اړوند د ابریزو( د ورښت اوبو زیرمه کولو) په موخه دکیندنې پروژه کې ۴۰۰۰۰ هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شول. pic.twitter.com/uoJzkwdjcv— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 24, 2021