لاهور هائي کورټ د جناح هاؤس حمله کیس کښې د خدیجه شاه او عالیه حمزه او نورو ملزمانو د ضمانت درخواستونه ختم کړې دې.

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ دوه کسيزه بنچ د ٩٧ ملزمانو د ضمانت درخواستونه د لنډې فيصلې ورکولو په وخت بيرته مقدمې محکمې ته واستول.
عدالت د پنجاب حکومت هغه درخواست منظور کړ چې په مقدمو کې نوي شقونه شامل کړي.
عدالت ويلي وجوهات به تفصيلي فيصله کې جاري کړل شي، په مقدمو کې نوي احکام شامل کړل شوي دي، تورن کسان دې د نويو احکامو له مخې وڅېړل شي او د نوو احکامو له شاملولو وروسته دې په مقدمه کې د ضمانت درخواست جمع کړل شي.






