د ترهګرۍ ضد عدالت د تحریک انصاف صدر او د پنجاب پخواني وزیراعلی پرویز الهي د دوه ورځو جسماني ریمانډ منظور کړې دې.

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد پوليس پرويز الهي د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت ډيوټي جج شاه رخ ارجمند په عدالت کښې وړاندې کړ چرته چې د اوريدنې په مهال پوليسو د پرويز الهي د جسماني ريمانډ غوښتنه کړې ده۔
د پروېز الهي وکيل سردار عبدالرازق وايي، د پوليسو لخوا د جسماني ريمانډ په غوښتنه کې د پلټنو يادونه نه ده شوې او که نه.
وکیل صافي وویل حالات داسې دي چې سبا به وکیلان یو د بل ضمانتونه اخلي، زه د شاه محمود وکیل وم، په همدې مقدمه کې یې ضمانت تایید شو، د پروېز الهي د هویت سند ته اړتیا نشته، هېواد یې پېژني.
د اورېدنې په مهال پراسيکيوټر وويل د اسلام اباد پوليس د لاهور ډپټي کمشنر يا پنجاب پوليس ته امر نه کوي، د ثبوتونو راټولولو لپاره مخبر مدعي ته وويل چې پروېز الهي پکې لاس لري.
استغاثې دريځ خپل کړو چې د پروېز الهي جسماني ريمانډ د لښتو، ګاډو، مددګارو او نورو معاملو په لړ کې پکار دی او هغه د قانون مطابق نيول شوی دی.
ورسته عدالت د اړخونو دلائل اوريدو نه پس د پوليس درخواست منظور کړے او د پرويز الهي د دوه ورځو جسماني ريمانډ ئي منظور کړے دے۔
عدالت د پروېز الهي د کورنۍ سره د ملاقات غوښتنه ومنله او امر يې وکړ چې هغه د سپټمبر په اتمه بيا حاضر کړي.






