د پاکستان سټيټ بينک د جولائي 2023 تر اخره پورې د پاکستان د حکومت د قرض تفصيلات جاري کړي دي.

0
148

باغی ټی وی رپورټ

د سټيټ بينک لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې د جولائي په مياشت کښې د پاکستان قرضه 907 اربه روپۍ زياته شوې ده، د 2023م جولائي تر آخره پورې د حکومت قرضه 61 زره 700 اربه روپۍ ده.

د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېره یوه میاشت کې د حکومت پورونه یو نیم سلنه ډېر شوي دي.

د سټيټ بينک لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې د حکومت ټوله قرضه 39 زره اربه مقامي او د حکومت بهرنۍ قرضه 22 زره 73 اربه روپۍ ده.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د مالیې وزارت په راپور کې ویل شوي وو چې د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې د پاکستان بهرنۍ پور ۳ میلیارده ۶۰۰ میلیونه ډالره کم شوی، خو د ډالرو ارزښت لوړ شوی چې له امله یې د بهرنیو… د پاکستان قرضه شپږ زره اربه روپۍ وه چې نوره هم زياته شوې ده۔

Leave a reply