د لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشرې ياسمين راشد او نورو ملزمانو د ضمانت درخواستونه رد کړي دي.

0
80

باغی ټی وی رپورټ

د جسټس عالیه نیلم په مشرۍ دوه کسیزه بنچ د ضمانت درخواستونو اوریدنه وکړه.

د ضمانت د درخواستونو مخالفت کې، لوی څارنوال وویل چې په قضیه کې نوي احکام شامل شوي، د تورنو کسانو څخه باید د نویو مادو له مخې تحقیقات وشي.

عدالت د ياسمين راشد او نورو ملزمانو د ضمانت درخواستونه رد کړل.

د ترهگرۍ ضد محکمې د هغه په ​​جوډيشل ريمانډ کې جيل ته د لېږلو پرېکړه کړې ده
بل خوا په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د نهم مې په مقدمه کې ياسمين راشد، اعجاز چوهدري او نور تورن کسان په ۱۴ ورځو جوډيشل ريمانډ جيل ته لېږلي دي.

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مې په نهمه نېټه د اورلګېدنې او محاصرې په قضیو کې د غدارۍ د دفعات شاملولو مسله اورېدنه وکړه.

عدالت ياسمين راشد، اعجاز چوهدري او نور تورن کسان په ١٤ ورځو جوډيشل ريمانډ جيل ته لېږلي او د ستمبر په 19مه نيټه يې د وړاندې کولو امر کړی دی.

ملزمان د جسماني ريمانډ پوره کيدو نه پس عدالت ته وړاندي کړے شول۔

Leave a reply