سترې محکمې د پخواني ولسمشر پروېز مشرف (مرحوم) نوم په ای سي ایل کې د شاملولو په اړه درخواست رد کړ.

باغی ټی وی رپورټ
سپريم کورټ کښې د جسټس مظهر نقوي په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې جسټس مظهر نقوي پوښتنه وکړه او وې وئيل چې دا درخواست بې اثره نه دے شوے؟
په دې اړه درخواست کوونکي ځواب ورکړ او ويې ويل چې که دا درخواست شپږ کاله وړاندې دائر شوى واى نو بې اثره به نه و، زموږ وېره سمه ثابته شوه، پرويز مشرف بهر شو او بېرته نه راغلى.
د اورېدنې پر مهال جسټس جمال خان مندوخېل وويل، “دا الله ته پرېږده.” درخواست کوونکي وويل، “زه دا الله ته پرېږدم.”
وروسته، محکمې دا غوښتنه غیر موثره وبلله.





