د سندهـ د داخله چارو نگران وزير بريګيډير (ر) حارث نواز د ملزمانو نه د موبائيل فون د حفاظت آسانه طريقه بيان کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
په دې ورستيو کې په کراچۍ ښار کې د سړکونو پر سر د جرمونو زياتېدو پېښو د ښاريانو ژوند حرام کړی، ورځ په ورځ غلاوې او لوټمارۍ د کراچۍ د خلکو لپاره يوه ستونزه ګرځېدلې ده.
اوس د سندهـ نګران داخله وزير د دې ستونزې د هواري د بيانولو پر مهال ښاريانو ته د خپلو موبايلونو د خوندي ساتلو سپارښتنه کړې ده.
خپل يو بيان کښې حارث نواز وئيلي دي چې يوه طريقه دا ده چې موبايل په داسې ځاي کښې وساتل شي چرته چې غلا نه شي او بله دا چې موبائيل په داخلي جيب کښې وساتل شي.
د سندهـ نګران داخله وزير وئيلي دي چې ښاريان دې پخپله زمونږ او پوليس سره مرسته وکړي، موبايل په داسې ځائې کې وساتې چې غلا نه شي.






