انورلحق کاکړ: په افغانستان کې ثبات د پاکستان ثبات ته اړتیا لري

0
78

انورلحق کاکړ: په افغانستان کې ثبات د پاکستان ثبات ته اړتیا لري

د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر انورحق کاکړ ادعا کړې ده چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ډېر شوی دی.

ښاغلی کاکړ زیاتوي چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تجهیزات ترهګرې ډلې پیاوړې کړي دي. د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر وايي، له پاکستان وروسته به دغه وضعیت د سیمې پر هېوادونو هم اغېز وکړي.

 

(2023 / 9 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر انورحق کاکړ ادعا کړې ده چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ډېر شوی دی.

ښاغلی کاکړ زیاتوي چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تجهیزات ترهګرې ډلې پیاوړې کړي دي. د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر وايي، له پاکستان وروسته به دغه وضعیت د سیمې پر هېوادونو هم اغېز وکړي.

هغه اوس هم د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات لپاره اړین بولي. انورحق کاکړ له پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې ویلي: «ډېرو خلکو ویلي چې زموږ فکر دا دی چې که طالبان د جنوبي پولې بلې غاړې ته واک ته ورسېږي، نو د پاکستان وضعیت به نسبتاً ښه شي. ښه شوی نه دی، خراب شوی دی.”

اړوند موضوعات:

پاکستان او ایران؛ په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم بللی دی

له بلې خوا اسلامي امارت د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي، چې د بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات د اسلامي امارت په واک کې دي او نورو هېوادونو ته یې له دې اړخه کوم ګواښ نشته.

Leave a reply