د فيصل آباد په جڑانواله سيمه کښي د نامعلومه کسانو په ډزو کښي يو پادري ژوبل شوے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
د پوليسو په وينا، د ټپي شوي پادري اليزر روغتيايي حالت له خطره بهر دى.
پوليس وائي چي تر ډزو وروسته ملزمان تښتيدلي ولي تر اوسه ئي څوک نه دي نيولي ولي د ملزمانو لټون لپاره ئي عمليات شروع کړي دي۔
ياده دي وي چي تيره مياشت هم دجرانواله په مسيحي کالونۍ کښي بدمعاشانو د مسيحيانو ګڼ شمير کليساو او کورونو ته اور ورته کړے وو۔
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ او د پنجاب وزيراعلي محسن نقوي د ځپلو سيمو دوره کړې او عيسويانو ته يې د انصاف ورکولو پوره باور ورکړی دی.






