د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (ایچ آر سي پي) د ټاکنو له کمېشن څخه غوښتي چې په هېواد کې د ټاکنو مهال وېش اعلان کړي.

0
82

باغی ټی وی رپورټ

HRCP وویل چې د ټاکنو په اړه ناڅرګندتیا باید پای ته ورسیږي، ټاکنیزې حوزې باید د ټاکنو د ځنډولو لپاره د عذر په توګه ونه کارول شي.

د بشري حقونو کمېشن په خپل بیان کې زیاته کړې چې داسې راپورونه شته چې فرقه ییزې ډلې پالنې ته لمن وهل کېږي چې د ښي اړخو سیاسي ګوندونو لپاره مصنوعي سیاسي فضا رامنځته کړي.

بیان کې ویل شوي چې نگران حکومت دې هم د خلکو احتجاجونه څاري، هغو مسلو ته دې پام وکړي چې له امله یې خلک راپارول کېږي.

Leave a reply