د سندهـ داخله نگران وزير بريګيډير (ر) حارث نواز په کراچۍ او د سندهـ دننه ډير ژر د لويو عملياتو اعلان کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په مکلي بائی پاس ميډيا سره خبرو کښې حارث نواز اوويل چې دوي په کراچۍ او د سندهـ دننه د لويو عملياتو لپاره تياري کوي، نن به نوي افسران راځي چې وروسته به عمليات کوي
ده ووئيل مونږ ذمه وار او ښه كسان ګمارو، چې له هغې وروسته به په سندهـ كښې امن راشي، د كراچۍ پشمول ټول سندهـ به د امن زانګو جوړ كړو او په ټوله صوبه كښې به كارروائي وكړو۔
د سندهـ نګران داخله وزير وئيلي دي چې په غوټۍ، کشمور، جيکب آباد او کندکوټ کې د عملياتو لپاره تيارۍ بشپړې شوي دي.
دوی وايي موږ له هیچا سیاسي انتقام نه اخلو، موږ پوهیږو چې د خبریال جان محمد مهر قاتل چیرته دی؟ تاسو به د بدلونونو وروسته عمل وګورئ.
هغه زياته کړه، چې د نېټې په ټاکلو سره به پاکې او رڼې ټاکنې ترسره کړو، هدايات به ورکړو، پر موږ هېڅ ډول سياسي فشار نشته او نه به يې واخلو.






