په بلوچستان کې انفلاسیون بې قابو شوی، د پټرولیم مصنوعاتو د نرخونو له زیاتوالي وروسته د اوړو او بورې بیې هم لوړې شوې دي، د فی کیلو بوره ۱۹۰ او یو کیلو اوړه له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ روپو پورې پلورل کیږي.
باغی ټی وی رپورټ
د خوراکي توکو د نرخونو د زياتوالي وروستو د بلوچستان په هرنايي، زيارت، شيراني، کيچ، کوهلو، خضدار او خاران ضلعو کې د في کيلو بورې بيه يو سل روپو ته رسېدلې ده او د نرخونو په قابو کولو کې ناکامه شوې ده.
ځايي سوداګر وايي چې د بورې د بيې د پرله پسې لوړېدو اصلي لامل له ګاونډي هېواد څخه د بورې قاچاق بلل کېږي.