د مردان په باروتي سيمه کښي ملزم د کورنې شخړې له وجې خپله نيا، ماما او څلور کلنه د تره خور په ډزو وژلي دي۔

0
193

باغی ټی وی رپورټ

پولیس چارواکي وايي، له پېښې وروسته د تورن کس جسد هم موندل شوی، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې تورن کس ځان وژنه کړې او که وژل شوې ده.

پولیس وايي، د لومړنیو څېړنو له مخې تورن رئیس د کورنۍ شخړې پر سر ۴ تنه په ډزو وژلي دي.

د پوليسو وينا ده چې په وژل شوؤ کې د ملزمانو تره کاکا وقار، نيکه، مماني او څلور کلن د تره زوى اذان شامل دي، د پيښې وروستو د ملزم جسد هم د تره کور نه څه لرې پروت موندل شوى دى.

پوليس وايي، د پېښې د قربانيانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي، د پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نشته، خو په اړه يې نورې پلټنې روانې دي.

Leave a reply