د ازبکستان ځانګړي استازي او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

0
79

د ازبکستان ځانګړي استازي او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

2 سپتمبر 2023 شنبه

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان ځانګړي استازي ښاغلي عصمت ارګاشيف او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي سره وکتل.

 

دې کتنه کې ښاغلي ارګاشيف د افغانستان اسلامي امارت سره د خپلو حسنه اړيکو د يادونې تر څنګ وويل: زمونږ د بهرنيو چارو وزارت معين ‏د دواړو هېوادونو د تجارت د غني کولو په موخه؛ د وړ ځای جوړول پيل کړي، چې دا مهال تر کار لاندی دی.

 

ده همدا راز افغان تجارانو ته د ويزو د صدور او اسانتياوو برابولو په برخه کې د يو منظم ميکانېزم له جوړونې څخه هم يادونه وکړه.

 

ښاغلي ارګاشيف امنيت ته په اشاري زياته کړه،مونږ يواځې تېر کال تر ۶۰۰۰ ټنو پورې تجارتي اموال د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول، چې په تېرو وختونو کې دغه لېږد ناشونی ګڼل کېده.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې هیواد له سفیر سره د نوموړي ماموریت د پای لیدنه ترسره کړی.

 

ښاغلي ستانکزي هم د ښه راغلاست وروسته ؛ د ازبکستان هېواد له ښو اړيکو، بشر دوستانه مرستو او د ښه ګاونډيتوب ستاينه وکړه.او زياته يې کړه؛ د تجارت او ټرانزيټ په برخه کې د تساهل په موخه اړينه ده، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ يو داسې هر اړخيز ميکانېزم جوړ شي، چې امنيتي وضعیت ته په پام سره مو په تجارتي او ټرانزيټي برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

Leave a reply