په ګلګت بلتستان كښې د امن او امان صورتحال په اړه د پوځ د بلولو فيصله شوې ده۔

باغی ټی وی رپورټ
ګلګت بلتستان کښې د امن او امان صورتحال په نظر کښې نيولو سره د وزيراعلې په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې فيصله شوې چې لويو ښارونو کښې به سکاؤټس، رينجرز او ايف سي تعینات کولې شي۔
په غونډه كښې د قانون او نظم قائمولو لپاره د دفعه 144 نافذ كولو فيصله هم شوې او انتظاميې په ګلګت بلتستان كښې په غير قانوني غونډو او لارو بندولو هم بنديز لګولې دے۔
د ګلګت بلتستان اعلی وزیر ویلي چې د سوشل میډیا او نورو سرچینو له لارې د نفرت خپرولو په وړاندې به سخت ګامونه پورته کړي.






