اليکشن کميشن د عامو انتخاباتو د زر ترزره کولو لپاره د حلقه بندۍ موده کمه کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
نن د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کښې یوه مهمه غونډه وشوه چې پکښې د سیاسی ګوندونو فیډبیک او صلاح مشورو په لړ کښې د عامو انتخاباتو شیډول او حلقه بندیو په اړه غور اوشوو.
په دې اړه د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې اليکشن کميشن د سياسي پارټو له مشورې او تاثراتو وروسته د حلقه بندۍ موده کمه کړې ده۔
د ټاکنو کمېسیون وايي، چې اوس به د ټاکنیزو حوزو اعلان د لړم په ۳۰مه وي او د ټاکنیزو حوزو د مودې د کمولو موخه دا ده، چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره شي.
د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې د ټاکنو مهالوېش به هم د ټاکنیزو حوزو د نېټې په پام کې نیولو سره اعلان کړي.
چيف اليکشن کميشنر وئيلي دي چي اليکشن کميشن به د حلقو شفافيت يقيني کوي۔
ياده دې وي چې له دې وړاندې اليکشن کميشن د حلقه بندۍ موده د دسمبر په څوارلسمه ټاکلې وه خو څو ورځې وړاندې د اليکشن کميشن چارواکو د ملک کښې د عامو انتخاباتو په اړه د سياسي پارټو مشرانو سره ملاقاتونه کړي وو چې پکښې د ملک د سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقاتونه شوي وو ټولو سیاسي مشرانو موافقه وکړه چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره کړي.






