مجاهد: امریکا د دوحې تړون پر ژمنو وفا نده کړې

0
203

د اګست پر ۳۰مه چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له بشپړ وتلو سره سمون خوري، ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکا ژمنه کړې چې له تور لېست به د طالبانو د مشرانو نومونه لرې کوي، بندیزونه لرې کوي له نوي حکومت سره ښه سیاسي تعامل د افغانستان د اقتصادي هوساینې په لاره کې خنډونه لرې کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې امریکا نه یوازې دا چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، بلکې د اوسني نظام پر ضد ناسم تبلیغات هم کوي.

(2023 / 9  / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا د دوحې په تړون کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي. د طالبانو له واکمنۍ او له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته د سرپرست حکومت ویاند وايي، امریکا د دوحې د هوکړې له مخې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي.

د اګست پر ۳۰مه چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له بشپړ وتلو سره سمون خوري، ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکا ژمنه کړې چې له تور لېست به د طالبانو د مشرانو نومونه لرې کوي، بندیزونه لرې کوي له نوي حکومت سره ښه سیاسي تعامل د افغانستان د اقتصادي هوساینې په لاره کې خنډونه لرې کوي.

اړوند موضوعات:

سپینه ماڼۍ به له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د کلیزې په مناسبت کوم پروګرام نه جوړوي

Leave a reply