سپینه ماڼۍ به له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د کلیزې په مناسبت کوم پروګرام نه جوړوي

کارین ژان پییر زیاته کړه: “ولسمشر په دې وروستیو کې د کابل د هوايي ډګر د قربانیانو د تلین په اړه یو بیان خپور کړ، نو زه غواړم یوازې دا ووایم لکه څنګه چې د ولسمشر په بیان کې دی.”
موږ به د تل لپاره د هغو 13 سرتیرو یادونه وساتو چې د خپلو کورنیو، عزیزانو او وروڼو او خویندو څخه لرې وو.” په دې تړاو دا هم ویل شوي، چې د بایډن اداره به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت هېڅ ډول ژوندۍ خپرونې ونه کړي.
(2023 / 8 / 31 نېټه باغي ټلو
د انډیپنډنټ د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې سپینه ماڼۍ به سږ کال له افغانستانه د امریکا د وتلو د دوه کلنې کلیزې او په ترڅ کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په مناسبت داسې پروګرام نه جوړوي.