د پټو قانون له مخې جوړې شوې ځانګړې محکمې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته اجازه ورکړې چې له خپلو زامنو سره په ټیلیفون خبرې وکړي.

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين د خپلو وکيلانو عمير نيازي او شيراز احمد په ذريعه د سيکرټ ايکټ محکمه کښي درخواست جمع کړے وو چي زامنو قاسم او سليمان سره په ټيلي فون خبري کړي۔
د سيکرټ ايکټ عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين د پي ټي آئي د چيئرمين درخواست منظور کړے دے۔
جج ابوالحسنات ذوالقرنین د اٹک جیل سپرنټنډنټ ته امر کړی چې عمران خان سره د ټیلیفون له لارې د هغه د زامنو خبرې وکړي.
ياده دې وي چې عمران خان د اګست په پنځمه په توشه خانه کېس کې له سزا اورېدو وروسته نيول شوی و او اٹک جيل ته لېږدول شوی و، خو وروسته د اګست پر ۱۹مه د پي ټي ايي اېف آئي اے چيئرمېن د سيفر مسنګ کيس کې هم نيول شوی ؤ.
څو ورځې وړاندې د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانې مقدمه کې د عدالت لخوا عمران خان ته ورکړل شوې سزا معطل کړې وه خو د سېفران په مقدمه کې د نيولو له امله د هغه خوشې کېدل ممکن نه وو او اوس هم په اٹک جيل کې بندي دی. .






