د اوبو او برېښنا د پراختیا ادارې (واپډا) او د اوبو د سرچینو وزارت د برېښنا شرکت کارکوونکو ته د وړیا واحدونو د ورکړې د اسانتیا له لغوه کېدو سره مخالفت وکړ.

0
89

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان په هر ښار کې د کراچۍ نه تر کشمور پورې د بجلۍ د زياتو بلونو په ضد احتجاجونه روان دي او خلک هم په مختلفو څانگو کې د وړيا بجلۍ د ختمولو غوښتنه کوي.

بل اړخ ته نگران حکومت د بجلئ استعمال کونکو ته د ریلیف ورکولو لپاره آئي ایم ایف ته منصوبه هم جمع کړی ده او ذرائع وائي چی حکومت تر 400 یونټ پوری د بجلئ استعمال کونکو ته ریلیف ورکولو تیاری لری.

بل پلو د سوداګرو او سیاسي ګوندونو لخوا د برېښنا د زیاتو بیلونو له امله پر حکومت سختې نیوکې کیږي او په بیلونو کې لګول شوې درنې مالیې دې ژر تر ژره لیرې کړل شي.

اوس سرچينې وايي، چې واپډا او د اوبو د سرچينو وزارت د برېښنا شرکت کارکوونکو ته د وړيا واحدونو د ورکړې له بندېدو سره مخالفت کړى دى.

د ذرائعو ترمخه واپډا او د اوبو وسائلو وزارت په دي نظر دي چي د مفتو يونټونو سهولت ختمولو سره به هيڅ بچت نه وي۔

سرچينې وائي چې نيشنل اليکټرک ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) د مفتو يونټونو په بدل کې د يوټيليټي الاؤنس ورکولو وړانديز کړى په داسې حال کې چې د خزانې وزارت د وړيا بجلي يونټونو د ختمولو تجويز وړاندې کړى دى.

د سرچينو ترمخه د وفاقي کابينې په غونډه کې د پاور ډويژن چارواکو تجويز ورکړى چې ملازمينو ته دې د مياشتنۍ تنخواه د خالي يونټ په برابر رقم ورکړے شي۔

د سرچينو ترمخه په ټول ملک کې 1 لک 89 زره 171 ريټائرډ او حاضر سروس ملازمينو ته مفت يونټ ورکول کيږي، ريټايرډ او حاضر سروس ملازمينو ته هره مياشت 3 کروړه 47 لک 58 زره 825 مفت يونټ ورکول کيږي.

Leave a reply