په تیرا هم واورې اووریدې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په لرې پرته او په قدرتي حسن ښایسته سیمه د تیرا په وادي هم د ژمې اولنې واوره شوې ده، د واوره وریدو له وجهې په غرونو سپین څادر خپور شوې چې له وجهې ی ددې سیمې په ښایسته کښې زیاتې شوې دې.
په رسنیو داسې تصویرونه هم خپاره شوي چې ښایی چې د تیرا په غرونو واورې شوي دي چې له وجهې دغه سیمه او غرونه تک سپین شوي او په قدرتی حسن کښې ی اضافه شوې دې.
یاده دې وی چې وادي تیرا د ضلع خیبر لرې پرته سیمه ده چې د افغانستان سره پوله لرې، په تیر وخت کښې د پاکستان سیکوریټي ځواکونو په دې سیمو کښې هم د ملک دښمن ترهګرو په ضد عملیات پیل کړي وو ، وس د سیکوریټي چاراکو مطابق په دې سیمو کښې حکومتی رټ قایم شوې دې او ددې سیمې نه ترهګر پاک شوي دي.
څو کاله وړاندې د ترهګرو په ضد عملیاتو په وجه دې سیمو نه افریدي قبایل بې کوره شوي هم وو او د جمرود او د پيښور سیمو ته کډه شوي وو، وس څه خاندانو نه واپس تللی دي خو په رسنیو یو داسې رپورټ خپور شوې وو چې د تیرا په څه سیمو کښې وس هم سیکوریټي ځواکونه خلقو ته اجازت نه ورکوی چې دوی واپس خپلو کورونو ته لاړ شي.
د تیرا دې سیمو خلق غوښتنه کوي چې دوی دې خپلو کورونو ته پریږدي او دوی له دې اجازت ورکړی چې خپل کورونه یو ځل بیا آباد کړي او یو نوې ژوند پیل کړي.





