افغان اولس د پاسپورټ جاري کولو په اړه مطمین دې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اولس د پاسپورټ ریاست ستاینه کړې ده چې دوی په ډيره ښه طریقه افغان اولس ته پاسپورټ جاري کوي.
افغان وګړو د امارف اسلام د پاسپورټ ریاست دفتر ستاینه کړې چې ددوي غوښتون لیکونه ی اومنل او دوی ته پاسپورټ جاري کړې شي، د پاسپورټ ریاست مشر وایی چې دوی کوښښ وی چې لومړې پاسپورټ هغه مریضانو او محصیلینو ته جاري شي کومه چې د پاسپورټ لپاره ډیره اړتیا لري.
د افغانستان ملي راډیو ټیلیویژون یو رپورټ مطابق تراوسه پورې ۴۰ څلویښت زره افغانانو ته پاسپورټونه جاري شوي دي. یاده دې وی چې په افغانستان د طالبانو د کنټرول نه پس د داخله وزارت لاندې پاسپورټ او تذکره جاري کوولو ریاست بند وو او څو ورځې وړاندې د امارت اسلامی د طرف نه دغه ریاست او اړوند دفترونو کار پیل کړي دې ، ددې ریاست ښځینه کاروکوونکو ته هم اسلامی امارت مشرانو امر کړې چې دوی دې خپلې وظیفې ته دوام ورکړي.
پاسپورت اخیستونکي د پاسپورت د وېش له بهیر خوښ دي او وايي، چې د هرې ورځې په تېریدو سره خلکو ته اسانتیاوې زیاتیږي.
نور حال په دې ویډیو کې👇 pic.twitter.com/febUMWd3Jm— RTA Pashto (@rtapashto) October 24, 2021






