د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان خلاف د مقدمې اورېدنه په اٹک جيل کښې کېږي.

0
187

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي چيئرمېن خلاف د مقدمې اورېدنه به په اٹک جيل کښې کېږي.

د قانون وزارت وايي، د کورنیو چارو وزارت د سېفري دوسیې د اورېدو لپاره امنیتي اندېښنې ښودلې وې.

د سيفر قضيه د سيفريټ ايکټ لاندې د جوړې شوې ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين کوي.

بل لوري ته دپاکستان تحريک انصاف په اٹک جيل کې دعمران خان داوريدلو فيصله په مکمله توگه رد کړې ده اؤ غوښتنه يې کړې ده چې دسيفري مقدمې اوريدنه دې په علني محکمه کې وشي.

سرچينې وائي چې دپي ټي ائي دچيئرمين پينځه قانوني ټيم دسيفري کيس اوريدنې لپاره اٹک جيل ته رسيدلى چې پکې نعيم پنجوته، سلمان صفدر، انتظار پنجوته، علي اعجاز بټار او عمير نيازي شامل دي.

د سرچينو ترمخه پوليسو دپي ټي ائي قانوني ټيم ته د اٹک جيل ته د ننوتلو مخه نيولې اؤ وئيلي يې دي چې دقانوني ټيم يو غړى دننه کولى شي خو دپي ټي ائي دقانوني ټيم دا راز راز دى چې ټول قانوني ټيم ته داخستو اجازه ورکړل شوې ده. اټک زندان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

وروسته د جيل سپرنټنډنټ سره د ملاقات نه پس د پاکستان تحريک انصاف قانوني ټيم ته اٹک جيل ته د تلو اجازت ورکړے شو۔

Leave a reply