د قانون پخواني وفاقي وزير نذير تارڑ د پي ټي آئي چيئرمېن سزا ځنډول موقتي رليف بللی دی.

باغي ټي وي رپورټ
جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې اعظم نذير تارړ وويل چې په لنډه فيصله بايد خواږه نه وي تقسيم کړل شي، د پي ټي ائي د چيئرمېن سزا هم پر ځای پاتې ده او نااهلي هم.
بل اړخ ته د مسلم ليګ (ن) مشر عطاء تارړ د پي ټي آئي کارکنانو ته مشوره ورکړې ده چې په خوږو خوړلو کښې عجلت نه کوي، که څه هم سزا معطل شوې ده خو ختمه شوې نه ده.
عطا تارڑ ویلي چې د سېفران په مقدمه کې د نیول کېدو له امله د پي ټي ايي د چیرمین د خلاصون امکان نشته.






