د کورنیو چارو وزارت: د ایران د ولسي جرګې له پلاوي سره مو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

0
184

د کورنیو چارو وزارت: د ایران د ولسي جرګې له پلاوي سره مو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د دغه وزارت مرستیال له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماتیکو، اقتصادي او امنیتي اړیکو خبرې کړې دي.

د ښاغلي قانع په وینا ایران هېڅکله له افغان کډوالو د سیاسي فشار په توګه کار نه دی اخیستی. د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وویل: «د کورنیو چارو وزارت هم د ښو تعامل او ښو دیپلوماتیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو غوښتنه کړې او غوښتنه مو دا وه چې هغه تعامل چې په سرحدي کرښو ترسره کیږي باید د مقرراتو او اصولو مطابق وي. ”

 

(2023 / 8 / 29   نېټه باغی ټلویزیون )

بشپړ راپور 

د ایران د پارلمان پلاوي په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د خپلو کتنو په دوام، د سوداګرۍ، امنیت او په ایران کې د افغان مهاجرینو د وضعیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د دغه وزارت مرستیال له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماتیکو، اقتصادي او امنیتي اړیکو خبرې کړې دي.

اړوند موضوعات:

د کورنيو چارو سرپرست وزیر د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره کتلي.

 

د ښاغلي قانع په وینا ایران هېڅکله له افغان کډوالو د سیاسي فشار په توګه کار نه دی اخیستی. د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وویل: «د کورنیو چارو وزارت هم د ښو تعامل او ښو دیپلوماتیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو غوښتنه کړې او غوښتنه مو دا وه چې هغه تعامل چې په سرحدي کرښو ترسره کیږي باید د مقرراتو او اصولو مطابق وي. “

Leave a reply