په افغانستان کې ثبات څو لسیزې وخت غواړي

په افغانستان کې ثبات څو لسیزې وخت غواړي
د هغه په وينا، په منځنۍ اسيا کې د روسيې امنيتي ننګونې په اساسي توګه له افغانستان څخه دي. هغه وویل: د څه باندې اوه ملیارد ډالرو د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل شوې دي او د وضعیت ثبات به څو لسیزې نه وي.
شوتسوف زیاته کړه: روسیه او همدارنګه د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه لېواله دي چې دغه بهیر په لنډ ممکن وخت کې ترسره شي. په همدې حال کې لوېديځوال بايد د خپلو کړنو مسووليت پر غاړه واخلي او د هغو زيانونو جبران وکړي.
(2023 / 8 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکسي شوتسوف له روسکایا ګزیتا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وضعیت ثبات څو لسیزې نه بلکې کلونه وخت نیسي او روسیه لېواله ده چې دا بهیر څومره چې ممکن وي لنډ کړي.
د هغه په وينا، په منځنۍ اسيا کې د روسيې امنيتي ننګونې په اساسي توګه له افغانستان څخه دي. هغه وویل: د څه باندې اوه ملیارد ډالرو د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل شوې دي او د وضعیت ثبات به څو لسیزې نه وي.
اړوند موضوعات:
شانګهای غړو هېوادونو، افغانستان کې ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار ټول شموله حکومت جوړېدل ګڼلي دي