د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترانسپورت او مالونو د ترانزیت د پراختیا په برخه کې د همکارۍ خبرې وشوې

د ترانسپورت وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د دغه وزارت مشر او د ازبکستان پلاوي په دې کتنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د ټرانسپورټ او ترانزیت او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ازبکستاني پلاوي د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیتي مالونو د لیږد په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کړې او د ترانسپورت وزارت سرپرست هم ژمنه کړې چې ازبکستاني لاریو ته به لازمې اسانتیاوې برابروي.
(2023 / 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند سرپرست وزیر حمدالله اخندزاده د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر الهام مخکوف او د افغانستان لپاره د تاشکند له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل.
د ترانسپورت وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د دغه وزارت مشر او د ازبکستان پلاوي په دې کتنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د ټرانسپورټ او ترانزیت او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات: