جماعت اسلامي د سپټمبر په دویمه نېټه د سې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د برېښنا د نرخونو د لوړېدو پر ضد د هړتال اعلان کړی دی.

0
85

باغي ټي وي رپورټ

لاهور کښې د جماعت اسلامي د بنياد ورځي دستورې ته خطاب کښې د جماعت اسلامي امير سراج الحق اوويل چې نن هم په قومي اسمبلۍ، سينيټ او وزارتونو کښې د انګرېزانو ملاتړي موجود دي، په ملک کښې انفلاسيون د اقتصادي ترهګرو له وجې زياتې شوې دي۔ که پر کوم ملت بمبار شي، سر لوړی شي، خو که اخلاق له منځه لاړ شي، هېڅکله نه شي پورته کېدای.

د جماعت اسلامي امير اعلان کړی چې د دې ظالمانه پريکړو او د بجلۍ د نرخونو په ضد به د ستمبر په دوهمه د کراچۍ نه تر چترال پورې هړتال کوي او حکومت به مجبوروي چې د بجلۍ پريکړې واپس واخلي.

بل خوا په ټول ملک کې د بجلۍ د اضافي بیلونو په ضد د خلکو احتجاج دریمې ورځې ته هم دوام لري.

د اسلام اباد، پېښور او ملتان د برېښنا شرکتونو هم د لاريون کوونکو د وېرې له امله پوليس وربللي او اړوندو چارواکو ته يې ليکونه ليکلي چې د ساتنې غوښتنه يې کړې ده.

Leave a reply