جي آئي ټي د مئي په نهمه په ټول ملک کښې د اور لګېدنې په 6 مقدمو کښې د پي ټي ائي له مشر څخه پلټنې وکړې.

0
149

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه دپي ټي ائي دچيئرمين په ضد دمياشتې په نهمه نيټه دترهه گرۍ په ضد ٦ مقدمې درج شوې دي چې پکې دهغه څخه پلټنې روانې دي.

د جے آئي ټي ذرائع وائي چي د ډي آئي جي تحقيقاتي عمران کشور پشمول د جي آئي ټي ټولي ټيم د عمران خان نه د نهم مئي واقعاتو په اړه پوښتني کړي دي او د پي ټي آئي چيئرمين يو ځل بيا د نهم مئي واقعاتو نه انحراف کړے دے۔

سرچينې وائي چې جے آئي ټي ورته وويل چې د نهم مئ په اړه ستاسو لخوا د مشتعل کولو ثبوتونه موجود دي، په دې اړه د پي ټي ائي چيئرمين وويل هغه نيول شوى دى اؤ چا ته يې په ټليفون نۀ ؤ هڅولى.

د ذرائعو ترمخه د جے آئي ټي غړو وئيلي دي چي داسي ويډيوګاني او کليپونه دي چي پکښې مظاهره کوونکي د ده په نوم نعري وهي کوم چي عمران خان وئيلي دي چي هغه هيچا ته نه دي اګاه کړي، دوي ټول پخپله د کنټونمنټ سيمي ته تللي دي۔ زما د ګوند کارکونکی نه، بل څوک پکې شامل وو.

د جے آئي ټي ذرائع وائي چي ټيم چيئرمېن پي ټي آئي ته وئيلي دي چې وکيل به عدالت ته راوبلل شي، مونږ د تحقيق لپاره راغلي يو، جے آئي ټي د جمعې په ورځ په اٹک جيل کښې د پي ټي آئي چيئرمين سره 30 دقيقې ملاقات وکړ.

ياده دې وي چې د مې په نهمه نېټه د القادر ټرسټ مني لانډرنګ سکینډل کې د عدالت لخوا د نيولو امر جاري کېدو وروستو د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې په پراخه کچه ورانکاري او حکومتي املاک ته زيانونه اوښتي وو.

Leave a reply