نگران وزيراعظم انورحق کاکړ د بجلئ زياتو بلونو نوټس اخستې دې۔

0
131

باغي ټي وي رپورټ

پرون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د برېښنا د بيلونو د زياتوالي له امله د هېوادوالو د صبر کاسه پاى ته ورسېده او خلک واټونو ته راووتل.

د راولپنډۍ، ملتان، ګوجرانواله، پېښور او کراچۍ په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وشوې، چې په کې ګڼ شمېر ښاریانو ګډون کړی و.

د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د دويمې ورځې لپاره هم د برېښنا د لوړ بيلونو پر ضد لاريونونه شوي او ګڼ شمېر لاريون کوونکو د برېښنا بيلونه سوځولي دي. په شیخوپوره کې د عامو خلکو نه علاوه وکیلانو هم د احتجاج په مهال د بجلۍ بلونه سوځولي دي.

اوس وزير اعظم انوار الحق کاکړ د دې معاملې نوټس اخستى او بېړنۍ غونډه يې رابللې ده.

د وزيراعظم د دفتر لخوا د سوشل ميډيا له لارې په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې نگران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د بجلئ د زياتو بلونو په معامله تيره ورځ وزيراعظم هاؤس كښې بېړنۍ غونډه رابللې ده۔

نگران وزيراعظم ووئيل چې په غونډه كښې به د بجلۍ وزارت او د تقسيم كمپنيو څخه بريفنګ اخستلې شي٬ د بجلۍ بلونو په اړه به مشتريانو ته زياتې رليف وركولو په اړه مشاورت كولې شي۔

Leave a reply