د ملي امنیت ادارو او حکومتي چارواکو د بدنامولو لپاره د پي ټي آی د مهمو مشرانو پر ضد یوه بله کیس ثبت شوې ده.

0
214

باغي ټي وي رپورټ

د ايف آئي اے سائبر کرائم سرکل لخوا په رجسټر شوي کسانو کښې حماد اظهر، مسرت جمشيد چيمه، قاسم سوري، عمر سرفراز چيمه او اعظم سواتي شامل دي، په داسې حال کښې چې د پي ټي آئي پخوانې مشر او د پاکستان د استحکام پارټۍ اوسني مشر علي زيدي او فواد چوهدري نومونه هم شامل دي. په قضیه کې.

په کیس کې ویل شوي، چې تورن کس په ټولنیزو رسنیو کې د ملي امنیت ادارې پر ضد ناسم کمپاین پیل کړی و.

د ايف آئي اے چارواکو وينا ده چي دغه ټول کسان تيره مياشت د وضاحت لپاره رابللي شوي وو ولي د احضاراتو باوجود ئي تر دي دمه هيڅ يو مشر حاضر نه شو او نه ئي جواب جمع کړے شو د کومي نه پس چي د ثبوتونو او بيانونو په رڼا کښي مقدمه درج کړے شوه۔

د ايف آئي اے چارواکو وينا ده چي د ملزمانو نيولو لپاره ټيمونه هم جوړ کړي شوي دي۔

Leave a reply