د تحريک انصاف وکيل نعيم پنجوته د توشه خانې په کيس کې د سمدستي فيصلې غوښتنه کړې ده.

0
88

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي د چيئرمېن وکيل نعيم پنجوته خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې په توشه خانه کښې د سزا معطلولو درخواست باندې د سيکشن 426 لاندې نوټس جاري کولو هيڅ ذکر نشته ولې اسلام آباد هائي کورټ بيا نوټس جاري کړے دے۔

نعيم پنجوته وويل چې که نوټس ورکړل شوى وي نو بيا يې ولې د ريکارډ طلب کولو لپاره اوږد نوټس جاري کړى؟ هائي کورټ ولې اورېدنه ټاکلې وه ولې دوه ورځې نور وخت ورکړے شو؟

د عمران خان وکيل وويل، چې د توشه خانې کيس په قصدي توګه ځوړندول کېږي او ژر تر ژره پرېکړه وشي، په دې کېس کې قانون او انصاف وژل کېږي، اساسي قانون معطل شوى دى.

اسلام آباد هائي کورټ: ټرائل کورټ څه غلط کړي دي

اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان د سزا معطلولو درخواست باندې اورېدنه د الېکشن کمېشن د وکيل امجد پرويز د نه حاضرېدو له وجې ځنډولې ده۔

د زيارت په ورځ د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې کوم څه چې ټرائل کورټ کړي غلط وو۔

خو په دې مقدمه کې د تحريک انصاف وکيل لطيف کهوسه د اورېدنې په ځنډولو په غوسه شو او ګواښ يې وکړ چې د دوشنبې په ورځ به عدالت ته حاضر نه شي.

Leave a reply