د تحریک لبیک پاکستان احتجاجي لاریون د اسلام آباد په لور
باغي ټي وي رپورټ
د تحریک لبیک پاکستان(ټي ایل پي) مشرانو او نور غړو د پنجاب په ستر او مرکزي ښار لاهور کښې په احتجاجی مظاهرو لاس پورې کړی دې، د مظاهرینو غوښتنه ده چې د تحریک لبیک پاکستان نیول شوې مشر مولانا سعد حسین رضوي دې آزاد کړې شي، حکومت ددې پارټۍ مشر د ایم پي او قانون لاندې زنداني کړې دې.
د جمعې په ورځ په ۲۲ اکتوبر د ټي ایل پي غړي او نور مشران د اسلام آباد په لور راروان شوي دې ،دوی وایی چې مونږ پرامن احتجاج کوو او د خپل مشر د آزادول غوښتنه کوو. حکومت ددوي په مخه کښې د کانټینرو په ذریعه خنډونه اچولي دي او د پولیس له لوري دوی ته اجازت نه ورکول کیږي چې پایه تخت اسلام آباد ته داخل شي.
په فیض آباد راولپنډۍ کښې په دې مظاهرینو د پولیسو له لوري د اوښکې بهیدونکي ګیس او په دې مظاهرینو د ربړ مرمې هم ویشتلي دي، په ټولنیزو رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې د ټي ایل پي په زرګونو غړي د پولیس له لوري نیول شوي دي.
یاده دې وی چې د فرانس یو کارټون جوړوونکي د پیغمبر اسلام حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم خاکې جوړې کړې وې چې په ټوله دنیا کښې د مسلمانانو جذبه او غصه را اوپارول، په پاکستان کښې هم احتجاجی مظاهر وشوې او د حکومت نه غوښته وشوه چې د پاکستان نه دې د فرانس سفیر وشړل شي ځکه ددوی هیواد هغه کارټون ویستونکی ته اجازت ورکړې وو چې د پیغمبر اسلام خاکه جوړه کړي.
څرګنده دې وی چې د ټي ایل پي د احتجاجی پرلت نه پس د حکومت او ټي ایل پي ترمینځ معاهده وشوه ، په معاهده کښې وعده شوې وه چې د پارلیمان په ذریعه به فیصله وکړې شي چې د فرانس سفیر د پاکستان نه واپس کړي او که نا، دا ژمنه هم شوې وه په فرانس کښې به هم سفیر نه ټاکل کیږ او دا چې د ټي ایل پي ټول نیول شوي کسان به خوشي کړې شي، وس چې دا ژمنې پوره نه شوې نو د ټي ایل پي غړو مظاهرې شروع کړې او ددوی مشر ی هم ونیول .
په داسې وخت کښې چې د ګرانۍ نه هم پاکستانۍ اولس سر ټکوي د ټي ایل پي له لوري هم یو لوی احتجاجی لاریو د اسلام آباد ته تلل به دلته نورې ستونز هم رامینځ ته کړي، حکومت له په کار دي چې د احتجاج کوونکو سره خبرې وکړی اودوی ته باور ورکړي چې حکومت به ژمنې پوره کړي.
https://twitter.com/_SpreadWords_/status/1451820400086818817
What a shame this government has bring to this country.The people even have no right to protest peacefully. Is this so called democracy?#لبیک_ناموس_رسالت_مارچ#لبیک_کاپرامن_دھرنا#PtiTerrorist_StopKillingTLP#TLPDharna#Lahore#TLPprotest#Gujranwala#GTRoad pic.twitter.com/xApI0JuyMX
— Infotainment World (@InfotainmentWo1) October 24, 2021