د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله: افغانستان د ښځو له ونډې پرته پرمختګ نه شي کولی

فلورېنسیا سوتو نینو وویل: “زه فکر کوم هغه څه ته به دوام ورکړو چې موږ به له اوسنیو افغان چارواکو څخه وغواړو چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي.
موږ به د ښځو او نجونو د حقونو دفاع ته دوام ورکړو. ځکه د دوی له بشپړ ګډون پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای. دا واقعا د خواشینۍ خبره ده چې ښځې او نجونې په افغاني ټولنه کې له خپلو حقونو نه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال زیاته کړه چې له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو ایستل به افغانستان زیانمن کړي.
(2023 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو له کابل څخه دوبۍ ته د ښځینه محصلینو پر سفر د بندیز په اړه غبرګون ښودلی او په افغانستان کې یې د نجونو د حقونو په رعایت ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیالې فلورېنسیا سوتو نینو په یوه خبري غونډه کې وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې باور دي چې د ښځو له بشپړ ګډون پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای.
فلورېنسیا سوتو نینو وویل: “زه فکر کوم هغه څه ته به دوام ورکړو چې موږ به له اوسنیو افغان چارواکو څخه وغواړو چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي.
موږ به د ښځو او نجونو د حقونو دفاع ته دوام ورکړو. ځکه د دوی له بشپړ ګډون پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای. دا واقعا د خواشینۍ خبره ده چې ښځې او نجونې په افغاني ټولنه کې له خپلو حقونو نه کار اخلي.
اړوند موضوعات:
کابل کې میشت د جاپان هیواد سفیر د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر سره لیدلي.