په کراچۍ کې د امريکې قونصل جنرل کونرډ ټربل وئيلي دي چې پاکستان سره به د دوه اړخيزه اقتصادي اړيکو د لا پياوړتيا ترڅنګ د دوه اړخيزه تجارت د ودې لپاره هم ګډ کار کوي.
باغي ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې د مزار قائد څخه د ليدنې نه وروستو د امريکې قونصل جنرل وويل چې نننۍ دوره د پاکستان سره د مضبوطو ګډو تعلقاتو په اړه د امريکې د ولس د عزم څرګندونه ده.
هغه وویل، له پاکستان سره د پانګونې د زیاتولو د لارو چارو په موندلو کې همکاري، د پراخې سوداګرۍ او تعلیمي فرصتونو لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول د دې ژمنې یوه برخه ده.
د امريکې قونصل جنرل کونراډ ټربل مزار قائد ته د خپل سفر په مهال په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د پاکستان باني او د هغه ستر ميراث ته يې هم خراج وړاندې کړو.
ده ووئيل د قائداعظم په مزار كښې حاضرې كولو سره د محمد علي جناح ستر ميراث ته د درناوي كولو لپاره د فخر خبره ده٬ امريكه د متحد او جمهوري ټولنيز عدالت د اصولو په اساس د مساوي اقتصادي فرصتونو په بنياد د پاكستان د ستر هدف سره اتفاق كوي۔ او مساوات، هغه ورته په ډیر درناوي ګوري، دا ارزښتونه موږ ته ورته ګران دي.
د زيارت نه پس قونصل جنرل تربل د لياقت علي خان او د قائداعظم د مېرمنې فاطمه جناح د زيارتونو نه هم ليدنه وكړه او د مزار سره نزدې د ميوزيم نه يې هم ليدنه وكړه او د قائداعظم محمد علي جناح د څو اړخيزه ژوند سره تړلې آثار يې وليدل. .