سپريم کورټ د توشه خانې کيس کې د سزا خلاف د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د درخواست اورېدنه د اسلام اباد هائي کورټ تر حکم پورې ځنډولې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ سپريم کورټ کې د توشه خانې کيس اورېدنه کوي.
د مقدمې اورېدنه پېل شوه نو چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې د اسلام آباد هائي کورټ کښې اوس هم اورېدنه روانه ده، د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس د مقدمې اورېدنه کوي کوم چې د ستاينې وړ دے، د چيف جسټس د کوششونو ستائنه کوم. د اسلام اباد هائي کورټ د دې مسئلې په اړه غور کوي نو غوره به وي چې هائي کورټ د دې مسئلې په اړه فيصله وکړي.
جسټس عمر عطا بندیال پوښتنه وکړه چې ایا د لویې څارنوالۍ له دفتره څوک راغلی؟ د نن ورځې په حکم کښې به چيئرمېن په جيل کښې د پي ټي آئي د حال احوال پوښتنه کوي، اټارني جنرل به پوښتنه کوي چې د پي ټي آئي چيئرمېن په کومو حالاتو کښې په جيل کښې ساتل کېږي. سپريم کورټ د پي ټي آئي چيئرمين نه په جيل کښي د سهولتونو په اړه رپورټ غوښتي دي۔
د عمران خان وکيل سردار لطيف کهوسه وويل چې هائي کورټ ته يې په ټولو ټکو دلائل ورکړي دي، په دې اړه چيف جسټس وويل د هغه يواځينۍ شکايت دا ؤ چې هغه نۀ اوريدل کيږي، اوس د هائي کورټ څخه دهغه ټول دلائل اوريدل شوي دي. بس هیله ده چې هغه به ستاسو په ټکو پریکړه وکړي.
جسټس جمال مندوخېل پوښتنه وکړه چې د سترې محکمې د اقدام نتيجه څه شوه؟ په دې اړه سردار لطیف کهوسه وویل چې زه سیاستوال نه یم چې وړاندوینه وکړم.
د پاکستان چيف جسټس وويل د نظام ښايسته دا ده چې اول د هاي کورټ فيصله کوي او بيا سپريم کورټ راځي په داسې حال کې چې جسټس جمال مندوخېل وويل د اسلام اباد هائي کورټ په ججانو نيوکې نه کوي.
جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې په میډیا باندې په غصه کې په ججانو نیوکې کیږي، دوی به د اساسي قانون او قانون مطابق د خپلې ژمنې مطابق فیصلې کوي.
سپريم کورټ د توشه خانې کيس سماعت د اسلام آباد هائي کورټ تر حکم پورې ځنډولې دې۔
ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد هائي کورټ او چيف جسټس عمران خان په سزا باندي د پي ټي آئي چيرمين لخوا د عدم اعتماد تحريک په اړه د کيس سماعت په وخت چيف جسټس آف پاکستان د مقدمي عدالت فيصله غلطه بللې وه۔ او وویل چې د محاکمې محکمې په چټکۍ سره پریکړه وکړه.
قاضي القضات عمر عطا بندیال په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې سترې محکمې د توشه خانې د قضیې په اړه په ۷ ورځو کې د پرېکړې کولو غوښتنه کړې او د استیناف محکمې په یوه ورځ کې پرېکړه کړې، که کومه پرېکړه ناسمه وي نو دوی مداخله کولای شي.






