ګلفراز چې د خېبرپښتونخوا په بټګرام کې د پښتو په ډولۍ کې بند پاتې دی، وايي چې په داسې لفټ کې سفر کول زموږ مجبوري ده.

0
162

باغي ټي وي رپورټ

ګلفراز چې پرون په ډولي کې بند پاتې وو، جیو نیوز ته وویل چې زموږ په سیمه کې هیڅ سړک یا پل نشته، موږ له داسې ډولي راضي نه یو خو دا سفر زموږ مجبوري ده.

ګلفراز وايي، چې موږ سهار اوه بجې په ډولۍ کې ناست وو، چې له لږ سفر وروسته د ډولۍ تار مات شو.

ګلفراز وايي چې زمونږ سره د سکول ماشومان هم وو چې ډير انديښمن وو، زمونږ په سيمه کښې د موبائيل سيګنل نه وو، کله چې مونږ ته په 8:30 بجو سګنل راغلو نو مونږ رابطه وکړه، د انتظاميې او پاک فوځ سره رابطه کولو وروسته مونږ سره اړيکه ټينګه شوه.

ګلفراز وویل چې ولس ته پیغام دا دی چې په داسې ډولي کې خوراک او څښاک وساتئ، موږ له داسې لفټ سره موافق نه یو، حکومت دې په سیمه کې پلونه او سړکونه جوړ کړي، موږ ته د ډولي اړتیا نشته، حکومت غریب نه دی. په هر ځای کې پلونه او سړکونه جوړولی شو خو زموږ په سیمو کې له لفټ پرته تګ راتګ ناشونی دی، حکومت باید موږ ته سړکونه او پلونه جوړ کړي.

Leave a reply