د مسلم ليګ (ن) مشرې تنظيمې مريم نواز وئيلي دي چې د پاکستان چيف جسټس د پي ټي آئي د چيئرمېن وکالت نه شي کولے چې هغه عمران خان ښه کړي.

0
287

باغي ټي وي رپورټ

د توشه خانې په کيس کې د اسلام اباد هائي کورټ د فيصلې په ضد د عمران خان د درخواست اورېدنې په مهال د پاکستان چيف جسټس ريمارکس ورکړی وو چې د توشه خانې په مقدمه کې د مقدمې د عدالت حکم سم نه دی او مداخله کولی شي.

چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې دوي به تر سبا پورې د اسلام اباد هائيکورټ فيصلې ته انتظار کوي چې وروسته به د مقدمې اوريدنه کوي.

د مسلم ليګ ن سينئر نائب صدر او چيف آرگنائزر مريم نواز په سوشل ميډيا خپل يو پېغام کښې وئيلي دي چې د چيف جسټس لخوا د پي ټي آئي چيئرمېن وکالت د عمران خان ښه نه شي کولې۔

مريم نواز زياته کړې چې دا به د پاکستان د چيف جسټس تصوير خراب کړي، ډېره د شرم خبره ده.

Leave a reply