سپريم کورټ د پانامه جے آئي ټي رپورټ لسم جلد خلاصولو درخواست واپس اخستې۔

باغي ټي وي رپورټ
سپريم کورټ کې د اورېدنې په مهال جسټس اطهر من الله وويل براډ شيټ د نړيوال ثالثۍ لپاره د لسم نمبر د پرانستلو غوښتنه کړې وه، د ثالثي عمل بشپړ شو نو درخواست بې اثره شو.
د اوريدنې په مهال د براډ شيټ وکيل لطيف کهوسه اوويل چې دا مسله تر اوسه بې اثره شوې نه ده، وئيلي شي چې په لسم نمبر کښې څه دي چې پټ وساتل شي.
وکیل لطیف کهوسه وویل چې د آرټیکل 19A لاندې ولس حق لري چې وویني چې هیواد څنګه لوټ شو، په دې اړه جسټس اطهر من الله وویل چې مونږ به په دې لاره نه ځو ځکه چې یو منتخب وزیراعظم لرې کړی شو.
ورسته عدالت د پانامه جے آئي ټي رپورټ لسم جلد خلاصولو درخواست واپس اخستې۔






