د قرغزستان رئیس جمهور: نغواړو چې هېوادمو د دوو قدرتونو تر منځ راګیر شي

0
95

د قرغزستان رئیس جمهور: نغواړو چې هېوادمو د دوو قدرتونو تر منځ راګیر شي

امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه ییزو هېوادونو کې د پوځي اډې جوړولو په لټه کې ده او وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستان ممکن امریکا ته پر افغانستان د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارولو اجازه ورکړي.

(2021 /  10 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جبارُف ویلي چې هېواد یې نه غواړي د دوو قدرتونو ترمنځ واقع شي.

هغه په بشکیک کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې دوی نه غواړي خاوره یې د دوو هېوادونو ترمنځ د رقابت میدان واوسي نو پر همدې بنسټ اجازه نه ورکوي چې امریکا یې په خاوره کې پوځي اډه جوړه کړي.

اړوند موضوعات:

روسیه وايي په سیمه کې د افغانستان د څارلو لپاره د امریکا د اډې درلودلو هڅه ناکامه شوه

جبارُف څرګنده کړې چې د قرغیزستان په کانټ سیمه کې د روسیې پوځي اډه شته او له امریکا سره د نظامي اډې په اړه شوې هوکړه ان په ۲۰۱۴ کال کې فسخه شوې ده نو دوی نور په دغه هېواد کې د امریکا پوځي اډې ته اړتیا نه لري.

Leave a reply