د ا.ا.ا واي چې تښتېدلي سیاسیون دې بېرته هېواد ته راستانۀ شي

0
164

د ا.ا.ا واي چې تښتېدلي سیاسیون دې بېرته هېواد ته راستانۀ شي

مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې عبدالرب رسول سیاف او عطامحمد نور پر خپلو فیسبوک پاڼو د مقاومت جبهې تر عنوان لاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې که چېرته له طا لبانو سره خبرې نتیجه ورنه کړي نو پر وړاندې به یې وسله وال مقاومت پیل کړي.

(2021 / 10 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان ا.ا وایي چې تښتېدلي سیاستوال دې بېرته هېواد ته راستانه شي او خپل عادي ژوند ته دې دوام ورکړي.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له دې وروسته هیڅوک په هیڅ نوم نه شي کولی افغانستان او افغانان تهدید کړي.

اړوند موضوعات: 

عبدالهادی ارغندیوال د مقاومت جبهه کې خپل ګډون رد کړ 

مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې د بیا راپاڅېدو او مقاومت خبرې کوي باید له خپلو تېرو کړنو درس واخلي، ځکه د ده په خبره له دې وروسته هیڅوک په هیڅ نامه نه شي کولی د افغانستان ورانولو ته لار اواره کړي.

هغه زیاته کړې چې د تښتېدلو سیاستوالو لپاره ښه لار دا ده چې بېرته هېواد ته راوګرځي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

Leave a reply